ملي امنیت کابل کې د داعش د جلب او جذب مسوول نیولی

ملي امنیت کابل کې د داعش د جلب او جذب مسوول نیولی

ملي امنیت وايي، د کابل لپاره یې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول ابو عبیدالله متوکل نیولی دی.

له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې متوکل د پوهنتون استاد و او په یو جومات کې يې د خطیب په توګه دنده ترسره کوله.

د خبرپاڼې له مخې، متوکل کابل ښار کې ځوانان او د پوهنتون محصلین د داعش لیکو ته جذب کول.

ملي امنیت وايي، د کابل لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول يې د پنځمې ناحیې له اړوند سیمو نیولی دی.

ویل کېږي دغه کس زیات شمېر ځوانان ننګرهار و لایت ته د داعش لیکو ته لېږلي و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.