ملي امینت: د کندهار تېرې ورځې برید مشري له پاکستان کېده

ملي امینت: د کندهار تېرې ورځې برید مشري له پاکستان کېده

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د  کندهار ولایت پر امنیې قوماندانۍ د تېرې ورځې برید بشپړ جزییات خپاره کړل.

د څارګرې ادارې له ریاست خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کندهار کې بریدګرو ته تېره ورځ د پاکستان له چمن څخه امر ورکول کېده.

ملي امنیت وايي: هغه کس چې د کندهار پروني بریدګرو ته مشوره او امرونه ورکول ملا اغا نومېږي چې همدا مهال د پاکستان د چمن ښار په یوه ترهګریز مرکز کې اوسېده.

هغه غږیز پیغام چې ملي امنیت رسنیو ته لېږلی، پیغام کې د ملا اغا په نوم یو کس له بریدګر وسره خبرې کوي او هغوی ته د بري دعا کوي.

پیغام کې بریدګر ملا اغا ته وايي: مونږ ښه یو، خو نور زنګ مه وهه.

ملي امنیت وايي: برید وښوده چې د طالبانو مشري اوس هم له بهره کېږي او پاکستان لا هم له ترهګرو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شان بریدونه د سولې پروسه له مشکلاتو سره مخ کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.