ملي شورا ژمنۍ رخصتي پيل كړه

ولسي جرګېد ولسي جرګې رييس وايي له حكومت وغوښتل چې د ملي شورا د استازو د امنيت د ساتنې په موخه په مركز او ولايتونو كې خپلې اقدامات جدي كړي. هغه وويل مخكې به په دې اړه امنيتي ارګانونوته فرمانونه صادريدل، خو اوس په دې اړه كومه خبره نشته. د ملي شورا غړي به سر له سبا خپلو اړوندو ولايتونو ته ځي او له خپلو موكلينو سره به د دوى د ستونزو په اړه ګوري.

ملي شورا د هرې كاري دورې په پاى كې يوه نيمه مياشت ژمنۍ رخصتي كوي او وروسته يې نوې دوره د ولسمشر له خوا پرانيستل كيږي.

ولسي جرګه د خپل پنځم كاري كال د لسمې دورې د كار په اړه وايي په تيرو څلور نيمو مياشتو كې يې ۵۱ عمومي غونډې درلودې چې په دوو كې يې وزيران استيضاح كړي وو او  ۱۵ نورې له وزيرانو د پوښتنو په اړه  وې.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وايي : (ولسي جرګې د سترې محكمې يوه غړي او د اساسي قانون پر پلي كيدو د څار كميسيون شپږو غړو ته د باور رايه وركړه او د قوانينو په برخه كې يې لس طرحې، نهه نړيوال هوكړه ليكونه تصويب او د ولسمشر اوه فرمانونه يې رد كړل.)

هغه وايي ولسي جرګې په دې دور كې د ۱۳۹۵ كال ملي بودجه هم تصويب كړه. د ولسي جرګې رييس او يو شمير غړي بيا په دې دور كې د ولسي جرګې كارونه د قناعت وړ نه ګڼي. دوى وايي چې لا هم ډير كارونه وو چې ولسي جرګې بايد كړي واي خو تراوسه نه دي شوي.

فوزيه كوفي وايي : (په تاسف سره چې ډیر مهم مسایل تر اوسه پاتې دي او په ولسي جرګه کې پراته دي  د لوړزدکړو قانون چې ښونکو سره مو ژمنه کړي وه او د بريښنایی تذکرو  برخليك لا تر اوسه معلوم نه دی  نو موږ ډیر ورځني مهم کارونه نه دي كړي).

د ولسي جرګې په دې دور كې لويه ستونزه چې د دغه جرګې په كارونو يې ناوړه اغيز كړى و د وكيلانو غير حاضري وه چې ډير كله به يې د قوانينو د تصويب په موخه نصاب نيمګړى و.

په دې دوره كې په ولسي جرګې د وكيلانو د ناندريو ترڅنګ لفظي شخړې هم وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.