د افغانستان د ملي عوایدو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې

د افغانستان د ملي عوایدو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې

مالیې وزارت وايي، د افغانستان ملي عواید سږ کال ۱۸۹ میلیارده افغانیو ( دوه میلیارده ) ډالرو پورته شوي دي

دا شمېر د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه لوړوالی ښيي

مالیې وزیر همایون قیومي وايي، ۱۳۹۷ کال کې اټکل شوی و، چې ملي عواید به ۱۷۲ ملیارده افغانیو ته رسېږي؛ خو په  وینا يې چې د دوی د تمې خلاف دغه کچه نوره هم لوړه شوه.

د قیومي په خبره، ملي عوایدو کې يې ۷۶ ملیارده افغانۍ له ګمرکونو او ۱۱۲ میلیارده نور له مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو تر لاسه کړي دي

د مالیې وزیر دا هم  ویلي چې سږ د افغانستان د اقتصادي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.