ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم په پراخه کچه نشه يي توکي تولیدېږي د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر اعلان کړی، که څه هم افغانستان کې د نشه يي توکو کرکېله کمه شوې ده، خو دغه هېواد لا هم د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له سترو تولیدوونکو هېواونو څخه دی. یادې ادارې په خپل تازه خپور شوي راپور کې لیکلي چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې، د نړۍ په کچه ۵۳ عشاریه ۴ میلیونه وګړي په نشه يي توکو روږدي وو. راپور کاږي، افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت کمېدو یو لامل تېر کال کې وچکالي وه. د راپورونو له مخې، اوس هم افغانستان کې ۳ میلیونه خلک په نشه يي توکو روږدي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا ټینګار کړی چې افغان ځواکونو د تېرو کلونو په پرتله، دې کال کې د نشه يي توکو زیاتې کار خونې له منځه وړې دي.
Leave a Reply