ملګري ملتونه وايي طالبان سولې ته چمتو نه دي

خواجه ناموساافغانستان به په ۲۰۱۶م كال كې له پنځو لويو ستونزو سره مخ وي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وایي  افغانستان به په ۲۰۱۶ میلادی کال کې هم له هغو ستونزو سره مخامخ وي چې په تير ميلادي كال كې وې.

هغه د افغانستان او ليبيا د وضعيت د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  غونډې ته په خبرو كې وويل په ټولو برخو کې د افغانستان د پرمختګ لپاره د هغه هېواد سوله یوه اړتیا ده.

هغه وايي په ۲۰۱۶ كال كې د سياسي انتقال پروسه سمه عملي او اقتصادي او امنيتي  خنډونه له مخه ليرې كړي. هایسم وايي د افغانستان حکومت باید د خپل ځان د ژغورلو لپاره پنځه ستونزي هواري کړي.

نیکولاس هایسمهايسم وايي بې كاري او مخ په ځوړ اقتصادي حالت، جګړې او نا امنۍ او د سياستوالو ترمنځ د نظراختلاف چې له امله يې خلك پر حكومت بې باوره شوي دي.

هغه وايي افغانستان بايد داخلي ستونزې حل او په راتلونكي دوبي كې افغانستان بايد وكړاى شي د وارسا او بروکسل په غونډو کې   مالي ملاتړ ترلاسه كړي.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي دايمي سوله يوه داسې اړتيا ده چې له ترلاسه كيدو پرته يې په نورو څلورو برخو كې پرمختګ ناشونى دى.

نیکولاس هایسم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې ۲۰۱۶ میلادي کال به د ملي یووالي حکومت لپاره د بقا خوندیتوب یوه لویه ازموینه وي.

ملکي مرګ ژوبلههايسم ټينګار وكړ چې يوازې پايښت يا بقا ستونزه نه شي حلولاى بلكې حكومت بايد ستونزې حل كړي. هغه وویل چې افغانان سوله غواړي، هغوی د سولې مستحق دي او تر ټولو مهمه دا چې سولې ته اړتیا لري.

هایسم د غونډې ګډونوالو ته وویل  یو ځل بیا د طالبانو له سیاسي دفتر سره لېدلي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان سوله د افغانانو په خپلمنځي خبرو پورې تړلې ده او طالبان باید په دې مذاکراتو کې برخه واخلي، خو طالبان لا اوس هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي.

هايسم وايي  په تېر یوه کال کې په افغانستان کې تر ۱۱ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي چې څلورمه برخه یې ماشومان وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.