ملګري ملتونه وایې و کابل دپېښې عاملین دې محکمه کړل شي

ملګري ملتونه وايي، په کابل کې د تېرې ورځې برید وحشیانه او غیر انساني عمل و. د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوترس د کابل د پروني برید په غبرګون کې ویلي، دغه برید غیر انساني او وحشیانه و او د هېڅ ډول توجېه وړ نه دی.
د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سازمان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ټول هېوادونه اړ دي چې د ملګرو ملتون د ژمنو او امنیت شورا د پرېکړو له مخې د افغان حکومت ملاتړ وکړي او د ترهګرۍ په ځپلو کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
ګوترس زیاته کړې، چې ترهګري ملتونه او کوم اصل نه پېژني او هر ځای خپلې موخې تعقیبوي. د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ادارې د امنیت شورا هم ددغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نړیوال هېوادونه دې د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې په برخه کې متعهد شي او د نړۍ سولې او امنیت ته دې ددغو ډلو له لوري پیدا کېدونکي ګواښونه له منځه یوسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.