ملګرو ملتونو کابل کې د طالبانو په وروستي برید خواشیني ښودلې

ملګرو ملتونو کابل کې د طالبانو په وروستي برید خواشیني ښودلې

ملګرو ملتونو کابل کې د طالبانو لخوا وروستی موټر بم برید غندلی دی.

 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګېترېس د سې شنبې په ورځ په یوه ویناپاڼه کې وویل: ”موږ د طالبانو لخوا د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شوي برید سخت خپه کړو. د برید په ځای کې د ولسي وګړو ګڼه ګوڼه وه او له ۱۰۰ ډېر ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.“

 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قربانیانو له کورنیو او افغان حکومت او ولس سره ژوره خواخوږی څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده.

عمومي منشي ټینګار کړی چې نړیوال بشردوستانه حقونه په کلکه پر ولسي وګړو برید منع کوي او په افغانستان کې يې د شخړې له ټولو اړخونو غوښتي چې د ولسي وګړو په خویندتوب کې خپل مسولیت ادا کړي.

 

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم یاد برید د یوې خبرپاڼې په خپرولو غندلی او ویلي دي : ”دا په مشخص ډول د افراطي تاوتریخوالي یو ناوړه عمل دی چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته له پام کولو پرته تر سره کیږي.“

 

اندې کوي او د ټپيانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.