ممبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

ممبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

د “Nature’s Best” یا غوره طبیعت په نوم، د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته ځانګړې نندارتون، چې د هندوستان په ممبۍ کې د سوداګریزې بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې موسسې او اد امریکا متحده ایالاتو نړیوال پراختیایې ادارې “USAID” په مرسته په لاره اچول شوې ده د افغان سوداګرو په شتون کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد طاهر ایوب، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیاله مقدسه یورش، د سوداګرۍ خونې چارواکو او د هند د مهارشترا ایالت مرستیال له خوا د دوو ورځو لپاره پرانیستل شوه.

 

د دې نندارتون په ۵۷ غرفو کې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

تر دې دمه له دې نندرتون څخه د لیدنې په موخه ۸۰۰ سوداګر نوم لیکنه کړي دي.

 

اټکل کیږي، چې په دې نندارتون کې به افغانستان د خپلو کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د کابو ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي.

 

په دې نندارتون کې ووچې او تازه مېوې، طبي نباتات، شات، زعفران او دافغانستان نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.