منظور پښتون: پنجاب دې د پښتون څپېړو ته شېبې وشمېرې

منظور پښتون: پنجاب دې د پښتون څپېړو ته شېبې وشمېرې

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نن د نقیب الله مسید د شهادت لومړي تلین نمانځلو ته په وینا کې وویل: د پښتون یو سوک د پاکستان ۱۸ پوځيان چپه کولای شي.

منظور پښتون یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د لوی احمد شاه بابا اروا به اراموي او له ټول پنجاب به د پښتون حق غواړي

هغه وویل، پښتانه محافظه کاره نه دي، خو په احتطیاط مخ ته ځي

منظور پښتون وویل، پښتانه سوکان هم لري او څپېړې هم، خو دا هر څه به پر خپل وخت کاروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر خبرداری ورکړی، چې له پنجاب به د زرګونه پښتون غچ اخلي.

هغه ټينګار کړی، چې دا د مېرویس نیکه او احمد شاه بابا وطن دی، پښتنو پرنګیان مات کړل، نو موږ به څنګه ای اس ای نه ځان نه شو خلاصولی.

د هغه په وینا پاکستان شمالي وزیرستان په چین پلورلی دی او د دې سیمې کانونه کیندي

منظور پښتون ویلي: که د کشمیر په غم راووتي، دفاع دې کوي، خو که د ځان (پښتون) په غم راووتې بیا دې پښې وهي.

غورځنګ وايي چې د پاکستان حکومت دې په هېواد کې د پښتنو د ماورای عدالت وژنو پلټنې وکړي او ککړ کسان دې سزا کړي.

همدا غوښتنه د غورځنګ مشر منظور پښتین د ټانک په جلسه کې هم وکړه او و یې ویل چې د کراچۍ هغه پولیس افسر چې د نقیب مسود په ګډون د شاوخوا ۴۵۰ کسانو د وژنې په تور، تورن دی، په ضمانت ازاد ګرځي چې د خپګان خبره ده.

مسود د ۲۰۱۸ز په جنورۍ کې وژل شوی وو او هغه مهال راو انوار ویلي ول چې نوموړی د تحریک طالبان پاکستان غړی دی چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.