منظور: که پر پښتنو ظلم روان وي، د پنجاب بنسټونه به وخوځوو

منظور: که پر پښتنو ظلم روان وي، د پنجاب بنسټونه به وخوځوو

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون، د سکایپ له لارې کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو ته د وینا پر مهال ویلي، له تېر یوه کال راهېسې خپلې اساسي غوښتنې پنجاب سره شریکوي؛ خو هغوی نه یوازې دغه غوښتنې نه مني، بلکې ملنډې هم پرې وهي.

منظور ویلي: که پاکستان د دوی د غوښتنو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي، دوی به دومره لاریونونه او احتجاجونه وکړي، چې د پنجاب ټول بُنیادونه به په لړزه راولي.

پاکستانیو پولیسو تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي نیولي چې له تېرو څوو ورځو راهېسې پر وړاندې پراخ لاریونونه روان دي.

لاریون کوونکي ګواښ کوي، چې پاکستانی پوځ دې د دوی ملګري خوشې کړي او کراچۍ کې دې د دوی پر وړاندې خنډونه له منځه یوړل شي.

د هغوی په وینا، پنجاب حکومت دې کراچۍ کې نور د پښتنو د اقتصادي تباهۍ مخه ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.