منځنۍ اسیا د داعش په تړاو د روسیې اندېښنې له پامه غورځولې

داعشپه سیمه کې د داعش د ګواښونو او خطرونو له زیاتېدو سره سره د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د روسیې اندېښنې له پامه غورځوي او مسکو په دې تړاو ورځ تربلې د یوازیتوب احساس کوي. روسیه هڅه کوي منځنۍ اسیا کې له افغانستان سره هم سرحده هېوادونه قانع کړي، چې خپلې پولې ټینګې کړي، په خپلو هېوادونو کې د اسلامي سخت دریځو ملاتړې ډلې وځپي او په ځینو مواردو کې روسیې ته اجازه ورکړي چې پوځونه ددغو هېوادونو پولو ته راواستوي.

یوې روسي ورځپاڼې لیکلي؛ لاهم د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو دداعش پرضد د جبهې جوړیدو او عملي ګامونو پورته کولو په برخه کې له روسیې سره مرسته نده کړې. د ورځپاڼې په باور؛ ترکمنستان او ازبکستان لاهم د روسیې اندېښنې جدي ندي ګڼلې او له افغانستانه دداعش په ادرس ور متوجه خطر عادي ګڼي.

ورځپاڼه لیکلي، تاجکستان هم روسي سرحدي ځواکونو ته اجازه نده ورکړې،‌ چې له افغانستان سره شریکو سرحدونو ته راشي او پرپولو ژوره څارنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دداعش له خوا د اوو افغانانو د سرونو پرېکولو په افغانستان کې د اعتراضونو او اندېښنو نوې څپې راژوندۍ کړې او فکر کیږي چې سخت دریځي د افغانستان په شمول سیمې ته یو له تصور لوړ خطر دی.

افغان چارواکو ژمنه کړې چې له داعش سره به مبارزه کوي، خو ویلي یې دي چې دا ډله په افغانستان کې پراخ حضور نلري. افغان ملي امنیت په خپلو تشکیلاتو کې د داعش پرضد د مبارزې لپاره نوې څانګه پرانستلې او په دې ترڅ کې یې په وروستیو اونیو کې په ننګرهار کې د داعش ګڼ پلویان ووژل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.