مولانا فضل الله، د پاکستان په مرۍ کې هډوکی

مولانا فضل اللهد پاکستاني طالبانو تحریک د پنجشنبې په ورځ یوه داسې ویډیو وښودله چې پکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ایم ایي د یو لوړپوړي چارواکي د وژنې صحنه پکې ښودل شوې وه. په ویډیو کې طالبانو ادعا کړې چې د یاسر شکاري په نوم د دوي لخوا وژل شوې تن د طالبانو په جامه کې لمړې د القاعده شبکې او بیا روسته له دوي سره ملګری شوی و، په ویډیو کې د یاسر شکاري لخوا هم دغه ډول اعترافونه شوي و.

په پاکستان کې د ډېر وخت راهسې د طالبانو په اړه دا دریځ په ولس کې شتون لري چې ځینې طالبان ښه او ځینې نا ښه دي. یعنې د دوي په اند هغه طالبان چې په پاکستان کې پر امنیتي او دولتي کړیو بریدونه کوي ناښه بلل کیږي او هغه طالبان چې د پاکستان د باندې په نورو هیوادونو په تېره بیا په افغانستان کې جنګ کوي ښه بلل کیږي. د مثال په توګه تېره اونۍ د پښتونخوا دیر ولسوالۍ ته په افغانستان کې د وژل شویو کسانو جسدونه وروړل شول، دغه وژل شوي کسان د البدر جنګیالۍ ډلې غړي وښودل شول، خو په ټولنیزو رسینو کې دا هم راغلي و، چې وژل شویو کسانو کې د پاکستان د امنیتي ادارو وګړي هم شامل وو. که څه هم دا بېل بحث دی او په دې موضوع به بیا کله خبرې وکړو.

په پاکستان کې د ښو او بدو طالبانو اصطلاح په عامه ولو کې رسنۍ هم لوي رول ترسره کوي، ځینې رسنۍ په افغانستان کې وژل شویو کسانو ته د شهیدانو لقب ورکوي او په دې توګه خپل ولس ته دا ښيي چې افغانستان کې جنګ روا دی او باید جنګ په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې ترسره شي.

ددې ترڅنګ د پاکستان د استخباراتي کړیو لخوا په دغه هیواد کې میشت البدر،حزب المجاهدین، لشکرطیبه، سپاه صحابه او په لسګونو نورو وسله والو ته په خلاص مټ د کار کولو اجازه ده چې له امله یې نه یوازې دغه عناصر له خلکو چندې اخلي بلکې ځوانان هم د جنګونو لپاره تربیه کوي. ښایي همدا لاملونه وي چې دیر ولسوالۍ ته د وړول شویو کسانو په جنازه کې په زرګونو ولسي خلکو ګډون وکړو.

په پاکستان کې په لمړي سر کې د ټولو طالبانو لپاره په ولس کې خواخوږي موجوده وه، خو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په سوات او ملاکنډ کې د پاکستان د فوځي عملیاتو روسته یو شمیر وسله وال د ډیورنډ د کرښې په لور وتښتیدل چې وروسته همدا طالب جنګیالي او ددوي مشران د پاکستان لپاره لوي سردردی جوړ شو.

مولانا فضل الله څوک چې اوس مهال د پاکستان طالبانو د تحریک مشري کوي، د ده او د ده د جنګیالو لخوا په پاکستان کې دننه د څو درنو حملو روسته د پاکستان چارواکي په دې مجبور شول چې د طالبانو په اړه د پاکستان په ولس کې موجودې مفکورې ته تغیر ورکړي او همدا لامل و چې دوي د ښه او ناښه طالبانو اصطلاح یې خلکو ته وروپیژندله.

مولانا فضل الله او د هغه جنګیالي اوس په پاکستان کې ناښه طالبان ګڼل کیږي، او لامل یې هم دغه ښودل کیږي چې دوي په پاکستان کې دننه پر امنیتي ځواکونو حملې کوي او د پاکستان دولتي ودانیو ته زیان اړوي. مولانا فضل الله اوس د پاکستان په مرۍ کې یو داسې هډوکی جوړ شوی دی، چې نه خو یې ددغه هیواد پالیسي جوړونکي تیرولې شي او نه یې بهر راغورځولی شي.

د مولانا فضل الله په اړه پاکستان دا شک نه بلکې پوخ باور لري چې هغه او ملګري یې د افغانستان په کومه برخه کې شتون لري خو پخپله مولانا او د افغانستان حکومت تل دا په کلکه رد کړي دي چې ګنې دوي په دغو سېمو کې شتون ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.