موګریني: اروپايي ټولنې ته ټاکنې تر هر څه لومړیتوب لري

موګریني: اروپايي ټولنې ته ټاکنې تر هر څه لومړیتوب لري

د افغان سولې لپاره د امریکایي مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیل‌زاد پرون جمعه په بلجیم کې د اروپایي ټولنې له مسوولانو سره کتلي دي.

 

د اروپایي ټولنې غړیو له سیاسي لارې د افغانستان د ستونزې حلول او د سولې هڅو تر څنګ د جمهوري ریاست ټاکنې د اهمیت وړ بللې دي.

 

د دې ټولنې بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، “د اروپایي ټولنې لپاره افغان ټاکنې او سوله دواړه اړین دي.”

 

موګریني ویلي، ټاکنې د اروپایي ټولنې مهمه غوښتنه ده.

 

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا مورګیني تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هم ورته غوښتنې کړې وې

 

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد تر دې مخکې په بلجیم کې د ناټو له چارواکیو سره هم لیدنه کړې ده او بل سفر کې به له افغان چارواکیو سره لیده‌کاته ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.