موګریني: د سولې د خبرو مالکیت باید افغان حکومت سره وي

موګریني: د سولې د خبرو مالکیت باید افغان حکومت سره وي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدیرکا موګریني کابل ته راغلې او دلته یې له ولسمشرمحمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي

 

موګریني ولسمشر غني سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل، د سولې د خبرو واک او مالکیت باید له افغان حکومت سره وي.

 

هغې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې اترې باید د اساسي قانون پر اساس مخ ته لاړې شي

 

نوموړې د سولې د خبرو پر مخ وړلو برخه کې د یو ټولمنلي ټیم پر جوړېدو ټینګار وکړ

 

موګریني وویل، د سولې خبرو کې باید ټولې هغه لاسته راوړنې خوندې شي چې په زیاتو قربانیو او سختیو تر لاسه شوي دي.

 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې خوښې څرګنده کړه چې افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه او باید دې برخه کې ټول هېوادونه مرسته وکړي.

 

نوموړي ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشارې وویل، که انتخابات ترسره نه شي، د سولې بهیر او خبرې به هم ممکنې نه وي.

 

مېرمن موګریني همدا شان د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه.

 

هغې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په مختلفو برخو کې خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

 

بلخوا ولسمشر غني وویل، افغان حکومت او ولس ژمن دی چې ۴۰ کلن بحران پای ته ورسوي.

 

ولسمشر ټینګار وکړ چې سوله د زور له لارې نه راځي، بلکې د زور سوله به یو بل خونړي ناورین ته زمینه برابره کړي.

 

هغه همدا شان د سولې راتلونکې مشورتې لویې جرګې ته هم هیله مندي وښوده چې په باور یې افغانان به د خپلې راتلونکې په اړه بحث سره وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.