مکنزي: امریکا به پوځي برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي

مکنزي: امریکا به پوځي برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي

د امریکا د پوځ له لوی درستیز جنرال فرانک مکنزي افغانستان ته سفر کړی دی او  د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

جنرال مکنزي د افغان بوځ د وړتیاوو له لوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ يې ورکړ چې هېواد به یې پوځي برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه همدا راز افغانستان کې د خپلو پوځیانو قربانۍ ستایلې دي.

بلخوا اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي: طالبانو غوښتل زیاتې سیمې ونیسي او سقوط ورکړي، خو افغان ځواکونو يې مخه  ونیوله او بریالي نه شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.