مکینزي: داعش د امریکا د ننګولو پلان لري

مکینزي: داعش د امریکا د ننګولو پلان لري

امریکايي جنرال فرانک مکینزي ویلي، داعش پلان لري چې د افغانستان له خاورې په استفادې، پر امریکا بریدونه پلان  کړي.

 

هغه اندېښنه څرګنده کړې چې داعش لا هم افغانستان کې فعال حضور لري او پر دې ډلې باید فشارونه زیات شي.

 

نوموړي ویلي چې د ترهګرۍ خلاف د امریکا له مبارزې سره سره، دغه ډله له منځه نه ده تللې چې اوس امریکا ته لوی ګواښ دی.

 

مکینزي دا څرګندونې په جرمني کې کړې چېر ته چې دی له منځني ختیځه د یوه اته ورځني سفر څخه د راګرځېدو پرمهال دمه شوی و، کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.