میدان وردګو کې ملي امنیت ځواکونو عملیات کړي

میدان وردګو کې ملي امنیت ځواکونو عملیات کړي

تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ په شېرخان او ماماخېلو سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.

 

د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، عملیاتو کې د تروریستي بریدونو پلانوونکي په ګډون ۵ طالبان وژل شوي دي او له طالبانو سره د همکارۍ په تور ۹ تنه نیول شوي دي.

 

د خبر پر پاڼه له مخې، عملیاتو کې د طالبانو درې موټرسایلکونه هم له منځه وړل شوي دي.

 

طالبانو تر اوسه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.