میرزاخان رحیمی هم له دندې ګوښه شو

د هلمند والي میرزاخان رحیمي هم له دندې ګوښه شو. که څه هم په دې اړه لا مخکې د میرزا خان رحیمي د استعفا خبرونه خپاره شوي وو، خو میرزاخان رحیمي او نورو حکومتي چارواکو یې په اړه له څه ویلو ډډه کوله . د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د میرزاخان رحیمي د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي ، خو دا یې منلې چې د وردګو ولایت والي حیات الله حیات د هلمند د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی. حیات الله حیات څو میاشتې وړاندې د وردګو دوالي په توګه ګومارل شوی و.
د سیمه ایزو ارګانو د خپلواکې ادارې د دې ګومارنې موخه دغه ولایت د چارو ښه کیدل او د سیمه ایزې حکومتوالۍ پیاوړي کول ښودلي دي.
میرزاخان رحیمي چې د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې هم دنده ترسره کړې، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولی په میاشت کې د محمد اشرف غني له خوا د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی و. تراوسه لا د وردک ولایت لپاره نوی والي نه دی ټاکل شوی. تر دې مخکې محمد جان رسولیار چې د هلمند مرستیال والي وو له هغه وروسته د ملي امنیت شورا له دندې ګوښه کړ چې په دغه ولایت کې یې د اوسني حالت وړاندوینه کړې وه .

په هلمند کې له نږدې یو کال راهیسې د افغان ځواکونو او د وسله والومخالفانو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې دي. په نا امنیو سربیره د کوکنارو کرکلیه یوه بله ستونزه ده چې د دغه ولایت د سیمه ایزو چارواکو په مخ کې پرته ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.