میوند قول اردو کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه نمانځل شوې

میوند قول اردو کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه نمانځل شوې

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه:

د هېواد د خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمه کالیزه نن یکشنبه میوند قول اردو کې نمانځل شوې ده.

مراسمو کې د هلمند ولایت لوړ پوړو چارواکو د غازي امان الله خان د ژوند او قهرمانیو په اړه سرتېرو ته مالومات ورکړي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال ذبیح الله«مهمند» پخپلو خبرو کې شاه امیر امان الله خان د هیواد ملي اتل او قهرمان بللی دی.

بلخوا د هلمند والي، غونډې ته د وینا پرمهال غازي امیر امان الله خان د هیواد د اساسي قانون بنسټ ایښودونکی بللی دی چې د لومړی ځل لپاره يې اساسي قانون جوړ کړ او د نورو بهرنیو هیوادونو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراخوالي هلې ځلې پيل کړې.

له دې سره د ۲۱۵ میوند قول اردو پلي جزوتامونو پوځي پریټ، د نظامي وسایطو حرکات، د هوايي ځواکونو نمایشات او د تفریح لپاره ځغاسته، رسمان کشي او د ترفیعاتو مراسم هم ترسره کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.