مېلر افغانستان کې د جګړې د کمېدو غوښتنه کړې

مېلر افغانستان کې د جګړې د کمېدو غوښتنه کړې

د قطر خبرو اترو ته یوې نږدې سرچینې ویلي، “په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په قطر کې د طالبانو سره خبرو کې هڅه کړې چې په‌دې هېواد کې سولې ته د نږدې کېدو لپاره جګړه او نښتې کمې شي.”

 

دې سرچینې ویلي، “مېلر طالب استازو ته ویلي چې دا به تل د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو دفاع وکړي

 

سرچینې دا هم ویلي چې په قطر کې د طالبانو استازي د جګړې پر کمولو غور کوي.

 

تازه زلمي خلیل‌زاد هم د ملګرو ملتونو هغه دریځ ستایلی چې د طالبانو له‌خوا اعلان شوي عملیات د سولې پر وړاندې خنډ پېښونکي بللي وو.

د افغان حکومت له‌خوا د خالد او د طالبانو له‌خوا د الفتح په نوم د عملیاتو له اعلان وروسته په وروستیو ورځو کې د افغانستان بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخیستی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.