مېلر: زمونږ عملیاتو کې هېڅ راز خنډ او محدودیت نه دی راغلی

مېلر: زمونږ عملیاتو کې هېڅ راز خنډ او محدودیت نه دی راغلی

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۲ مه:

 په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی په عملیاتو کې هیڅ راز محدودیت نهدی راغلی.

په‌دې خبرپاڼه کې هغه راپورونه رد شوي چې پر اساس یې ویل شوي وو چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته امر شوی چې د طالبانو پر ضد عملیات ودروي.

تېره شپه امریکايي مجلې نیوزویک د خپل هیواد د دفاع وزارت د بې نومو چارواکيو په قول وویل چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی چې د طالبانو پرضد تقریباً ټول عملیات ودروي.

خو جنرال میلر وايي چې دا راپور حقیقت نه لري او د دوی په عملیاتي چارو کې هیڅ بدلون نه‌دی راغلی.

مېلر وايي، “دا خبر د اوازو پر اساس خپور شوی او دوی ته هیچا نه‌دي ویلي چې یا عملیات ودروئ یا یې محدود کړئ.”

تر دې پخوا واشنګټن پوسټ او نورو امریکايي رسنیو د خپلو باوري سرچینو په قول ویلي وو چې امریکا به د ۸او ۹ زره ترمنځ ځواکونه له افغانستانه وباسي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.