مېلر: طالبان مو تر سخت فشار لاندې دي

مېلر: طالبان مو تر سخت فشار لاندې دي

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومامدان جنرال سکاټ مېلر ویلي، طالبان یې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې تر سخت فشار لاندې نیولي او بریدونه یې پرې زیات کړي دي. د مېلر په خبره، د زور او فشار پایله ده چې طالبانو د سولې بهیر ته زړه ښه کړی دی. هغه په یوې تازه مرکه کې ویلي، د افغان سرتېرو وړتیاوې لوړې شوې دي او اوس کولای شي خپلواک شپني عملیات ترسره کړي

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم ویلي، چې په افغانستان د روانې جګړې د سیاسي حل لپاره هڅې روانې دي، خو د جګړې په ډګر کې به د ناټو ملاتړ او د افغان ځواکونو فشارونه لا هم دوام ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.