مېلر له پامپیو سره کتلي دي

مېلر له پامپیو سره کتلي دي

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال سکاټ مېلر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره کتلي دي.
پامپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي ” زه مېلر سره مې کتلي دي، لیدنه کې مې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون، د ملکي خلکو په وضعیت او افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ماموریت بحث کړی دی ”
هغه ټینګار کړی، چې دوی هڅه کوي څو له خپلو نورو ملګرو هېوادونو سره په همغږۍ افغانستان کې تل پاتې سوله ټینګه کړي.
مېلر پر داسې مهال له پامپیو سره ګوري، چې زلمی خلیلزاد د سیمې هېواودنو ته په سفر بوخت دی
خلیلزاد همدا وړمه ورځ تللی هند ته او د هغه هېواد له چارواکو سره يې د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.