مېلېټري تایمز: که له افغانستانه امریکا ووځي، وضعیت به د ویتنام په څېر شي

مېلېټري تایمز: که له افغانستانه امریکا ووځي، وضعیت به د ویتنام په څېر شي

مېلېټري ټایمز” د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او کاږي چې له طالبانو سره د امریکا خبرې څه ګټه کوي، ولې امریکا مستقیماً له پاکستان سره نه غږېږي چې طالبانو مادي او معنوي ملاتړ کوي، ځای ورکوي، ساتي او روزي يې؟

د مطلب په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به وضعیت له ویتنام هم بدتر وي او د افغانانو شهامتونه او قربانۍ او د امریکايي ولس میلیارډونه ډالره به هدر شي.

سربېره پر دې، د افغانانو هغه باور چې پر امریکا يې کړي، هم له خاورو سره خاورې شي.

مطلب زیاتوي، د شوروي له وتلو وروسته افغانستان د امریکا له خوا یواځې پرېښودل شو، خو افغانانو وپتېیله چې دا ځل ښايي توپیر ولري. خو اوس چې ګورو امریکا بیا د افغانستان پرېښودو په تکل کې ده.

افغانانو هیله درلوده چې امریکا به لاسلیک شوي امنیتي تړون ته درناوی ولري. خو دوی د وتلو د تر ټولو چټکې لارې په لټه کې دي. افغانان لېوانو او دېوانو ته پرېږدي.

مطلب په پای کې پوښتي، آیا همدغه د امریکا میراث دی چې په ۲۰۲۰ کې یې له ۲۰ کاله زحمت او کړاو څخه وروسته پرېږدي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.