د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي د داعش او القاعده په شمول زیات شمېر نړیوال ترهګر لا هم افغانستان کې موجود دي او له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.
امنیت شورا ویلي چې نړیوال ترهګر لا هم د نړۍ په کچه د ځان لپاره تر ټولو خوندي ځای افغانستان بولي.
د امنیت شورا یو چارواکي خبردار ورکړی چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې القاده ډله فعالیت کوي چې زیاتره جنګیالي په بدخشان او پکتیا کې لري
د امنیت شورا په خبره، د بدخشان په شغنان او د پکتیا په برمل کې د القاعده ډلې نږدې ۵۰۰ جنګیالي فعال دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، له نړیوالو ترهګرو سره لا هم د طالبانو اړیکې پخې دي او پالي يې ورسره.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې روانې دي.
طالبان وايي، له امریکا سره په دې خبرې کوي چې د افغانستان خاوره د سولې تر تامین وروسته د چا پر ضد ونه کارول شي.
امریکا بیا له طالبانو غوښتي چې له نړیوالو ترهګرو سره ه خپلې اړیکې پرې کړي.
Leave a Reply