ناتو وايي د ۲۰۱۶ کال تر پایه به یې ۱۲۰۰۰ سرتېري افغانستان کې وي

ینس شتولتنبرګینس شتولتنبرګ، د ناتو عمومي مشر په بروکسل کې یوې خبري ناستې ته چې د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم پکې ګډون درلود وویل: موږ افغان ملي پوځ سره د مرستو‌ په دوام ټینګار کوو او په دې تاکید کوو چې زموږ ماموریتونه پوځي نه دي.

په افغانستان کې زموږ حضور د دې ډاډ د رامنځته کولو لپاره دی تر څو دا هېواد یو ځل بیا د تروریستانو لپاره د امن په ځالې بدل نشي. او د د ناتو له دې پرېکړې یې خبریالان خبر کړل چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به ناتو په افغانستان کې خپل ۱۲۰۰۰ سرتېري وساتي.

شتولتنبرګ زیاته کړه: افغان ملي پوځ ته د لازمو مالي مرستو د برابرولو پر سر مو توافق کړی او هغوی سره د نظامي مشارکت د پراخولو هوډ لرو. د افغانستان دولت ژمنه کړې چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې به رغنده ګامونه اخلي.

هغه وویل: موږ له جاپان او جنوبي کوریا غوښتنه وکړه تر څو موږ سره د افغانو ځواکونو په مالي تمویل کې مرسته وکړي. شتولتنبرګ همدا راز زیاته کړه: موږ د افغان پوځ روزلو او د هغوی د معیار د لوړولو په حال کې یو او دې ته به دوام ورکوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.