د هېواد د ملي امنیت سلاکار د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو او دفاعي کمېټې له مشرې هنکین هوټفېلډت سره کتلې دي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې، امنیت، ترهګرۍ سره مبارزې، د لویې مشورتي جرګې جوړېدو، د کابل پروسې درېیم کنفرانس او په مشترکو همکاریو بحث او نظریات شریک کړل.
ډاکټر حمدالله محب د سولې بهیر بري کې د حکومت او افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته په اشارې ویلي: زمونږ خلک د پتمنې او تل پاتې سولې غوښتونکي دي او په دې اړه ټول هېواد کې د مېرمنو په شمول له بېلا بېلو قشرونو او افغان کډوالو سره مشورې ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د ناروې شاهي هېواد پلاوي هم له یاد شویو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ اعلان کړ او مختلفو نورو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی
Leave a Reply