ناروې: کابل امن دی او کډوال یې بېرته ورستنوو

فرود فورفانګد ناروې دکډوالو چارو ادارې اعلان کړی، هغه افغان کډوال چې د دغه هېواد په لرې پرتو شمالي‌ څنډو تېرېږي، شمېر یې تر سوري جنګ ځپلو کډوالو زیات شوی دی. د ناروې د کډوالو اداره وايي، د افغان کډوالو هجوم د ناروې له زغمه وتلی او موږ اړیو چې هغوی بېرته خپل هیواد ته ستانه کړو.

د ناروې د کډوالۍ ریس فرود فورفانګ خبریالانو ته ویلي:

((‌ډېر کډوال افغانان دي، دا موضوع زموږ د اندېښنې سبب شوې، دوی باید د خپلو دې ډول ناقانونه هڅو په اړه غور وکړي))

هغه زیاته کړه: د تېرکال په اوړي کې زیاتره بې کوره شوي د سوریې اوسېدونکي وو، د ناروې په شمال کې یې د پناغوښتنه کوله او تقریباً درې په څلورمې برخه یې له سرحدونو راتېرېدل. خو دامهال ۶۰ سلنه له سرحد راتېرېدونکي افغانان دي.

فرود وايي: ډېری افغان کډوال په دې خیال چې پرته له هیڅ ستونزې له سرحده راتېر شي او پرته له موانعو د کار یا تحصیل اجازه ترلاسه کړي، د راتګ هڅه کوي، خو زموږ غبرګون دادی، چې دوی به بېرته خپل هېواد ته یې ستانه کړو.

ناروې چارواکي باور لري، چې کابل امن ښار دی، خو ډېری اورپایي هېوادونه ددوی د کډوالۍ د هجوم شاهدان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.