نارټ لاینز: د ټرمپ اداره د حافظ سعید نیولو اړوند د پاکستان پر نیت شک لري

نارټ لاینز: د ټرمپ اداره د حافظ سعید نیولو اړوند د پاکستان پر نیت شک لري

ده نارت لاینز” راپور ورکوي چې د ټرمپ اداره د ترهګر حافظ سعید د نیولو اړوند د پاکستان پر نیت شک لری. ځکه وړاندې هم د دې ترهګر نیول کېدو نه د هغه فعالیتونو او ډله لشکر طیبه کې توپیر راوستلی دی.
د امریکا یو چارواکی وايي چې امریکا به په عمران خان زور واچوي چې د ترهګرو او اورپکو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي او له طالبانو سره دې د بین الافغاني ډیالوګ په موخه د سولې بهیر تسهیل کړي.
دې امریکايي چارواکي ویلي چې امریکا به پاکستان وهڅوي چې د هند او افغانستان د سوداګرۍ تر منځ دې خنډ نه واقع کېږي او د پاکستان دا مثبت ګام به د یوې سوله ایزې او هوسا جنوبي آسیا لپاره د پاکستان د ژمنتیا ښکارندوی وي.
خو د حافظ سعید تر نیولو وروسته ټرمپ د ټویټ له لارې څرګنده کړه چې ګواکې سعید د امریکا له دوه کلن فشار وروسته پاکستان نیولی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.