ناټو به له تركيې دفاع ونه كړي

ناټود لوكزامبورګ د بهرنيو چارو وزير (ژان آسلبورن) خبردارى وركړ چې كه تركيه لانور هم د روسيې پروړاندې پوځي خوځښتونو ته دوام وركړي نو له تركيې به دوى دفاع ونه كړي.

د آلمان چاپ (شپيګل) ورځپاڼې ويلي د لوكزامبورك د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې د ناټو سازمان د غړيو هيوادونو  په استازيتوب كړې دي.

هغه له دغه ورځپاڼې  سره  په خبرو كې ويلي ناټو بايد د روسيې او تركيې په نوې كړكيچ كې ښكيله نه شي. هغه وايي د ناټو ضمانتونه هغه وخت عملي كيداى شي چې يو غړى هيواد يې  په ښكاره تر بريد لاندې راشي.

دا په داسې حال كې ده چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وياند (مارتين شفر) د جمعې په ورځ له تركيې غوښتي چې د ځانمرګي بريد په غبرګون كې له سړې سينې كار واخلي. هغه په سوريه كې د تاوتريخوالي په كمولو كې د مرستې غوښتنه كړې او ټينګار يې كړى چې په سوريه او ګاونډيو هيوادونو كې وضعيت خطرناك دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.