ناټو د روسي مقابلې ته نوى ځواك جوړوي

ناټو کانفرانسناټو وايي د هغو هيوادونو د ساتنې له پاره به ګډ ځواكونه جوړ كړي چې د روسيې له جدي خطر سره مخ دي.

د ناټو عمومي منشي ينز سټول ټنبرګ د دفاع د وزيرانو تر ناستې وروسته وويل په دې اړه به په پسرلي كې دوى وړانديزونه ترلاسه كړي.

د ناټو عمومي منشي د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د غړیو هیوادونو د دفاع د وزیرانو تر غونډې وروسته وویل د امریکا متحده ایالاتو او ناټو هوكړه کړې چې هغه سرتيري به تر دې وروسته د اروپا په ختیځو هیوادونو کې په دایمي توګه ځای پر ځای شي چې تر دې وړاندې په بیلا بیلو هیوادونو کې په نوبت سره بدلیدل.

هغه وويل:

“د دفاع وزیرانو پریکړه کړې چې د ناټو د متحدینو په ختیځه برخه کې پوځي حضور پراخ  شي. پدې کې به د بیلا بیلو هیوادونو سرتيري برخه ولري. مونږ غواړو دا روښانه کړو چې د ناټو په یو متحد برید په ټولو متحدینو برید دی او د برید ځواب د ناټو ټول متحدین ورکوي.”

كه څه هم په دې ناسته كې د ځاى پرځاى كيدونكو سرتيرو د شمير په اړه څه پريكړه نه ده شوې، خو په دغه سازمان كې د امريكا استازي ډوګلاس لوټ ويلي په دې اړه به په اروپا كې د ناټو له عمومي قوماندان (فليپ بريد لف) سره تر كتنې وروسته نهايي شي.

بلخوا د ناټو يوه چارواكي اسوشيتيد پرس ته ويلي چې ښايي د دغه سرتيرو شمير درې زره كسان وي. بل پلو په ناټو کې د روسیې استازي الکزاندر ګروشکو خبردرای ورکړی چې هیواد به یې پولو ته نيژدې د سرتيرو ځاى پرځاى كولو له پاره جدي ځواب وركړي.

د روسیې استازي زیاته کړه چې “روسیه د خپلو امنیتي ګټو په برخې کې معامله نکوي”

Leave a Reply

Your email address will not be published.