ناټو د روسیې او چین د احتمالي برید چمتووالی نیسي

ناټوناټو غواړي د روسیې او چین د پوځي پرمختګ  د مخنیوي په موخه نوې وسله جوړه کړي. د ناټو سازمان لومړي مرستیال او د امریکا متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د ستر درستیزوال د کمیټې مرستیال «روبرت اورک» له «واشنګتن پوست» سره په مرکه کې له دې موضوع پرده پورته کړې ده.

رابرت اورک وایی: «موږ خپل پوځي سیستمونه ډیر غښتلي کړي ، که کله روسان او یا چینایان زړه ښه کړي چې له موږ سره ټکر وکړي نو نوې وسلې او سیستمونه به یی د مغزونو ډاډمنتیا له منځه یوسي.»

د «ایتارتاس خبري آژانس» د رپوټ له مخې د پنتاګون استازي ویلي دوی د مصنوعي مغز، استخباراتي ماشینونو او روبوتي وسلو د کارولو په اړه څیړنې کړې او په دې اړه خبرې روانې دي چې  «ماشیني ځواکونوپوځي قطعات» او «سوپرسرتیرو» ډلې جوړې شي.

واشنګتن پوست وایي کیدای شي دا یوه علمي افسانه ښکاره شی، خو د پنتاګون چارواکي په دې باور دي چې دا د روسیې او چین د وسله والو پوځونو د مقابلې له پاره چې د پرمختګ په حال کې دي یوه ښه لاره ده.

ورځپاڼه وايی دا د ریګن د وخت د « ستورو جګړې» ته ورته یو پروګرام دی چې پوره دیرش کاله وروسته به د استفادې وړ وګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.