ناټو د وضعيت د ښه كيدو تمه نه لري

ناټو ناټو وايي په افغانستان كې د امنيتي وضعيت د ښه كيدو تمه نه لري. دغه سازمان په يوه رپوټ كې ويلي چې افغان پوځ د هركال په تيريدو دريمه برخه سرتيري له لاسه وركوي.

دا رپوټ وايي د افغانستان ملي اردو چې نړيوالې ټولنې پرې په ميلياردونو ډالرو پانګونه كړې اوس هم دې ته چمتو نه ده چې په دغه هيواد كې امنيتي مسوليتونه سم پرمخ يوسي.

د ناټو سازمان په دې رپوټ كې چې د آلمان شپيګل مجلې خپور كړى راغلي د افغانستان د ملي اردو د پليوځواكونو د ۱۰۱ كنډونو له جملې يوازې يو كنډك (جګړې ته چمتو دى)، په اته ديرشو نورو كې (خوراډيرې ستونزې) موجودې دي.

د ناټو دا رپوټ چې شپيګل مجلې د ۲۰۱۵ كال يو محرم رپوټ بللى وايي  د افغانستان  ملي اردو نور لس كنډكونه چې هر يو يې شپږ سوه سرتيري لري هيڅ دنده پرمخ نه وړي.

دغه رپوټ د ناټو د غوڅ ملاتړ د قوماندان جان كمپبل له قوله ويلي چې د افغانستان په سويل كې وضعيت خورا كړكيچن شوى دى.

ناټو په داسې حال كې دا رپوټ خپور كړى چې دغه سازمان په افغانستان كې خپل پوځي ماموريت پاى ته رسولى او امنيتي مسوليتونه يې افغان ځواكونو ته سپارلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.