ناټو د کندز د وروستۍ بمبارۍ څېړلو ژمنه کړې

ناټو د کندز د وروستۍ بمبارۍ څېړلو ژمنه کړې

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي، له‌دې وروسته به د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مخنیوي په موخه لازم اقدامات وکړي.

 

دا څرګندونې هله کېږي چې په کندز کې یو شمېر خلکو او د ولایتي شورا ځینو غړیو بهرني ځواکونه، په یوه هوايي برید کې د ۱۳ ملکیانو پر وژنې تورن کړل.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاندې دیبرا ریچارډسن د وري میاشتې پر یکشنبې وویل، “د کندز په عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ادعاو په اړه د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ته راپورونه ور رسېدلي او دوی به ټول معتبر تورونه وڅېړي.”

 

دیبرا ریچارډسن، په کندوز کې د وروستۍ جګړې په اړه هم ویلي، “همدا جمعه او شنبه له وسله‌والو طالبانو سره د افغان ځواکونو په ۳۰ساعته جګړه کې چې یو وړوکی مشورتي ګروپ هم ورسره و، د طالبانو په یوه مرکز له هغه وروسته هوايي برید وشو چې پر افغان پوځیانو یې بریدونه کول.”

 

دا زیاتوي، ۹۴ وسله‌وال طالبان هم د کندز په‌دې عملیاتو کې وژل شوي. بل‌خوا وسله‌والو طالبانو هم بیا ادعا کړې چې نولس افغان او پنځه بهرني پوځیان یې د کندز په جنګ کې وژلي.

 

په کندوز کې د افغان ځواکونو او بهرنیو پوځیانو هوایي او ځمکنې برېدونه د «خالد» نومي تهاجمي عملیاتو له اعلانېدو وروسته زیات شوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېر کال په وروستۍ اوونۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته په ټینګار سره د ملکي کسانو د مرګ‌‌ژوبلې را کمولو امر کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.