ناټو: سولې ته نږدې یوو، خو د هوکړې لاسلیک لا مالوم نه دی

ناټو: سولې ته نږدې یوو، خو د هوکړې لاسلیک لا مالوم نه دی

محور؛ پنجشنبه، د زمري ۱۷ مه:

د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي تر بل هر وخت افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره شرایط برابر شوي دي.

نوموړي هیله ښودلې چې سولې ته نږدې شوي وو، خو نه پوهېږي چې هوکړه به یې کله او څنګه لاسلیک شي؟

د ناټو سر منشي همدا راز ویلي چې د افغانستان خلک باید په یاد ولري چې مونږ د څه په هدف افغانستان ته تللي وو؟ د تګ موخه مو دا وه چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.