د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې او نظر ورکول له وخت وړاندې دي او دوی په دې برخه کې هېڅ عجله نه لري
ینس ویلي: دوی به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې امریکا پلان لري څو له افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي.
د امریکا دفاع وزیر هم ویلي تېره ورځ ویلي چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په اېستلو کې جدي دي.
اوس تازه د پنټاګون چارواکو خبر ورکړی چې د سولې خبرې هغه پړاو ته نه دي رسېدلي چې دوی دې له افغانستان څخه خپل سرتېري بهر کړي.
Leave a Reply