نبي کوهبندی ووژل شول

نبي کوهبندی ووژل شول

کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي د پولیسو لخوا ووژل شو.

 

کورنیو چارو وزارت  وايي، نبي کوهبندي په کابل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

 

د کورنیو چارو وزارت لخوا خپر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو څخه و، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری جنایي جرمونه طرح کول، چې نن له غرمې وروسته یاد کس د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.