نبیل او جیلاني پوپل له دندو استعفا وکړه.

رحمت الله نبيلله ارګ څخه یو سرچينه وايي، د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل او د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر جیلاني پوپل له خپلو دندو استعفاوې کړې او ولسمشر غني هم دهغوی استعفاوې منلې دي.

رحمت الله نبیل په اړه ویل کېږي، چې په کوم اورپايي هېواد کې به د افغانستان د سفیر په حیث وګمارل شي، خو پوپل غواړي د افغان ملت ګوند مشرۍ ته اوږه ورکړي او دغه ګوند له سره راژوندی کړي.

رحمت الله نبیل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې سړی دی، لا یې تاييد کړې نده چې د ولسمشر غني په حکومت کې به نوې دندې ته غاړه کېږدي که نه خو جیلاني پوپل له حکومت سره له کارکولو لاس اخستی دی.

جيلاني پوپلد افغان ملت د مشرۍ پرسر د انورالحق احدي او جیلاني پوپل ترمنځ له اوږد مهاله شخړه ده او له همدې کبله یاد ګوند چې په افغانستان کې یې د روشنفکرانو غوڅ ملاتړ له ځانه سره درلود په څو شاخو وویشل شو او په وروستیو کې له فعالیته لوېدلی دی.

له ارګ څخه یوه سرچينه چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، ددفاع وزارت اوسنی سرپرست معصوم ستانکزی به د رحمت الله نبیل پرځای وګمارل شي او د ولسمشر سیاسي استازی اکرم خپلواک د محلي ارګانونو د مشر په توګه به زر خپله نوې دنده پیل کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.