د افغانستان د خلکو ملي محور ګوند مشر رحمت الله نبیل د سولې له روانو خبرو خپل ملاتړ اعلان کړی دی
د نبیل له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي محور ګوند د سولې له خبرو ملاتړ کوي، خو د سولې مذاکرات باید افغاني بڼه ولري.
هغه زیاته کړې: “” د سولې پروسه باید ژر تر ژره په یوه ریښتیني بینالافغاني پروسه بدله شي، یوازې د هیواد د استازو شتون د سولې خبرو اترو په پروسه کې کولی شي چې لاسته راوړنې، حقوق، آزادۍ او د افغانستان د خلکو لپاره د یو با ثباته امنیت او سوکالۍ زمینه برابره کړي.
له دې وړاندې مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې د خبرو هرکلی کړ و؛ خو ټینګار يې دا و چې د سولې خبرې دې د افغانانو ترمنځ وي
Leave a Reply