نبیل ته د دفاع وزارت د څوکۍ وړاندیز

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د مشر په توګه د عمر داوودزي تر ټاکل کېدو وروسته، اوس داسې ویل کېږي چې د پټ څارې ادارې مخکېني مشر رحمت الله نبیل ته هم حکومت د ملي دفاع وزارت څوکۍ وړاندیز کړی دی؛ خو نبیل تر اوسه د حکومت کړي وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.

عمر داوودزی تېره شپه ارګ کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په لومړنۍ ناسته کې هم ناست و او د سولې په باب يې حکومت ته لازمې مشورې ورکړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.