نریندرا موډي نن له ټرمپ سره پر افغان سوله خبرې کوي

نریندرا موډي نن له ټرمپ سره پر افغان سوله خبرې کوي

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

د هندوستان “ډي اېن اې انډیا خپرونه” راپور ورکوي چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي به نن دوشنبه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د دویم ځل لپاره ګوري او پر دفاعي اړیکو، سوداګرۍ او افغان سولې بهیر به خبرې اترې سره کوي.

مودي او ټرمپ به د جي اووه (G7) ډلې هېوادونو په سرمشریزه کې سره ګوري چې په فرانسه کې روانه ده او دا د جي ۲۰ (G20) ډلې هېوادونو سرمشریزې څخه وروسته چې دوه (۲) میاشتې په جاپان کې ترسره شوه، د دواړو مشرانو دویمه لیدنه ده.

د جي اووه ډلې هېوادونو سرمشریزې ته هند یوه لسیزه وروسته د فرانسې په بلنه ورغوښتل کېږي. تېر ځل په ۲۰۰۵ کې د برټانیې د وخت د صدراعظم ټوني بلېیر له خوا د هند د وخت لومړی وزیر من موهن سېنګ د ګلین ګلېز سرمشرېزې ته وربلل شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.