کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي: پاکستان هڅه کوي چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.
نصرالله ټینګار کړی چې دوی په افغان سوله کې خپل رول لوبولی دی چې ښکاره بېلګه یې د پاکستان له زندان د طالبانو د مرستیال ملا برادر خوشې کېدل و.
نوموړي د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې ویلي: ددې پر ځای چې د طالبانو او پاکستان په اړیکو بحث وشي، اړینه ده چې د کابل ـ اسلام آباد تر منځ اړیکې پراخې شي.
هغه ویلي چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مثبتو خبرو ته په تمه دی
بلخوا د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزه باید د حکومتونو په کچه وي.
Leave a Reply