نظر پوښتنه: د هېواد ۹۰ سلنه اوسېدونکي د افغان ځواکونو ملاتړي دي

نظر پوښتنه: د هېواد ۹۰ سلنه اوسېدونکي د افغان ځواکونو ملاتړي دي

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۱۸ مه:

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په کچه د دوی تازه نظر پوښتنه ښيي چې ۹۰ سلنه افغانان د افغان ځواکونو ملاتړ دي او بشپړ باور پرې لري.

د ملي دفاع وزارت تازه راپور کې راغلي، ۱۰ سلنه نور افغانان د طالبانو له وېرې خپل نظر نه شي څرګندولی، په داسې حال کې چې هغوی هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

بلخوا د کومانډو قول اردو قوماندان چې یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل، افغان سرتېري د ټاکنو امنیت خوندیتوب ته پوره چمتووالی لري او چاته به اجازه ورنه کړي چې د دې ملي پروسې امنیت مختل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.