نننی تروریزم د لویدیځ د مداخلو پایله

سټیفن کینزربهرنيو قدرتونو د څه باندې یوې پېړۍ لپاره د منځني ختیځ د نیولو هڅه کوله. په لومړیو کې موږ فکر کاوه، چې ځايي وګړي به زموږ پر وړاندې نه یوازې حساسیت وښيي، بلکې ښايي ښه راغلاست به راته ووايي؛ خو وروسته مو دا درک کړه، چې زموږ د نظامي مداخلې پر وړاندې هغوی د متنفره کېدو تر څنګ په تاو تریخوالي هم لاس پورې کړ. فکر مو کړو، چې خیر دی، که د خلکو غبرګون هر څومره بد هم دی، ښايي تر منځني ختیځ پورې محدود پاتې شي او له دې ور هاخوا کوم جدي ګواښ و نه اوسیږي.

د سپټمبر د یولسمې نېټې پېښې، چې ۱۴ کاله وړاندې رامنځ ته شوې، زموږ هغه فکر غلط ثابت کړ. دغه راز اوسنی ټروریزم او جمعي کډوالۍ په منځني ختیځ کې د بهرنیانو د لاسوهنې ناوړه پایلې دي، چې ښايي نورې هم پیاوړې شي.

مداخلې زموږ د دوښمنانو د زیاتېدو سبب شوې. پر کلیو باندې هر برید، د بې پیلوټه الوتکې هر راکټ او په بهرنۍ خاوره باندې د ټوپک هر ډز د لودیځ پر ضد د خلکو جذبه را پارولې ده، کله چې دغه لویدیځ ضد جذبې په تاوتریخوالي باندې بدلې شوې، ځینو ټکان وخوړ، خو دا باید د دوی لپاره حیرانوونکې نه وای. د ځان د خوندیتوب لپاره د بریدکوونکي په ځواب کې په هغه باندې بېرته د برید کولو غریزه، تر انسانیت زړه پدیده ده.
غیر انساني او وحشې حملې په هېڅ ډول د ځان د دفاع لپاره نشي توجیه کیدای. د متجاوزینو دا ډول کړنې له قانوني، سیاسي او د اخلاقي معیارونو له اړخه په هېڅ صورت د بښنې وړ نه دي. د هغه هېواد ګڼ شمېر اوسیدونکي، چې پر هیواد یې یرغل او بمبارۍ شوې دي، د خونړي غچ لپاره وږي او تږي دي.

لویدیځ (یرغلګرې نړۍ) هېڅ کله ددې حقیقت په باب فکر نه کاوه، چې د دوی نظامي کلا، یا جزیره او یا خاوره به د هغې سیمو څخه اغیزمنه او متضرره کیږي، چې د دوی ځواکونو پرې یرغل کړی؛ دغه حقیقت په ځانګړې توګه د اروپا لپاره ښه صدق کوي، چې ظاهراً د جګړې له جغرافیې څخه ډیره لېرې پرته ده؛ اوس چې روسیه د مداخله کوونکو قدرتونو په ډله ورګډه شوه، د امریکې د متحده ایالتونو په شان، هغه هم اغیزمنونکې شوه. که څه هم موږ لېرې پراته یو او شاو خوا رانه سمندر تاو دي، خو په عصري نړۍ کې دا شیان بسنه نه کوي، ځکه چې اوس دوښمن ته ضربه ورکول په یوه نړیوال شي بدل شوي دي.

نظامي مداخلې تل د «متوازي خرابیو» لامل کیږي: خلک په کې ژوندونه له لاسه ورکوي، کورونه په کې ویجاړیږي او انساناتو ته په کې خسارات اوړي، چې معمولاً بیا تېروتنه یا داسې څه بلل کیږي چې مخنیوی نا پذیره ول؛ خو په دې سره نه هغه خساراتو ته ګټې رسیږي او نه هم د قربانیانو هغه قهر را کمولی شي، چې له یوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کیږي.

 

د متحده ایالتو په منځ کې د یوې نوې ټروریسټي حملې امکان شته، کله چې دغه حمله ترسره شي، د امریکایانو غبرګون به څه وي؟
خو که مو له تېرو تجربو څخه عبرت اخیستی وي، نو باید د ناوړه کسانو پر وړاندې د مبارزې غږ اوچت کړو. دې ته به تجاوز نه، بلکې د ځان دفاع او غبرګون وویل شي. د نظامي حملې ستراتیژۍ ښايي هغه وخت پایله لرلې واي، چې د وسله والو شمېر محدود وای، خو داسې نه ده؛ په منځني ختیځ کې د ټروریسټي ډلو شمېر، جلب او جذب تر هغې ډېر چټک دی، چې موږ یې په اړه فکر کوو؛ د څو کسانو وژل، د ګڼ شمېر نورو د پیدا کېدو سبب کیږي.

هېوادونه، ملیتونه او قومي ډلې باید خپله راتلونکې په خپله وټاکي. ډیری وخت دوی دغه کار د زور زیاتي پر وړاندې په غبرګون کې کوي. مذهب په زرګونه کلونه اروپا په جهالت «ډارک اجیز» کې وساتله، روسیې او چین د نسلونو لپاره غیر انساني کمیونسټي رژیم قبول کړ؛ په منځني ختیځ کې تشدد او افراط ګرايي هغه وخت له منځه تللی شي، چې اوسیدونکي یې ورته د پای ټکی کیږدي. دا چاره تر هغې نشي ترسره کیدای، څو چې بهرنیو هغه سیمه د هماغې ځای خلکو ته نه وي پرې ایښې. منځنی ختیځ تر هغې پورې نشي باثباته کیدای، تر څو یې چې خلک د نورو لخوا استعمالیږي او تر څو چې نه وي پرېښودل شوي چې خپلې چارې په خپله ترسره کړي.

د منځني ختیځ په هېوادونو یا د لویدیځ هېوادونو په مرکزونو کې ټروریسټي پېښې دردونکې دي؛ احساسات مو را پاروي، غواړو د قربانیانو غچ واخلو او دا فکر کوو چې په دې کار سره به ځانونه خوندي کړو؛ خو ډیری وخت دا نه درک کوو، چې لویدیځ په خپل ټول ځواک سره، هغه فرهنګي ارزښتونه او ماډلونه نشي ماتولی چې د امریکا او یا کوم بل اروپايي ملت څخه اوږده تاریخچه لري. احساسات په رښتیاني او عقلاني استدلال باندې غلبه کوي او تر ډاروونکو حملو وروسته په طبیعي توګه نور هم پیاوړي کیږي، انسان د ځان څخه د دفاع پر لور ټېله کوي او همېشه د انسانیت دوښمن وي.

مغرضه کسان هڅه کوي چې متحده ایالات یو ځل بیا د منځني ختیځ دام ته راکش کړي؛ خو که په دغه لومه کې ولوېدو، نو نه یوازې دا چې جګړه به نور هم زور واخلي، بلکې په لوی لاس به مو خپل کور ته اور راوړې وي

Leave a Reply

Your email address will not be published.