ننګرهاركې چاودنې دوه تنه ووژل

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ كې د  يوه سيمه ييز پوليس په ميلمستون کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي دا  پېښه نن غرمه   د ښېوې ولسوالۍ د سرجل په سيمه کې شوې ده. د والي وياند وايي چاودنه د سيمه ييز پوليس په ديره كې شوې چې دوه تنه يې وژلي او لس نور يې ټپيان كړي دي. هغه وايي  د پېښې قربانيان ټول ملکي کسان دي او سيمه ييز پوليس په کې نشته. سرچينې د سيمه ييز پوليس نوم نه ښيي او وايي چې هغه ته په دې پيښه كې زيان نه دى رسيدلى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.