ننګرهاريان وايي بيړنۍ لويه جرګه دې راوغوښتل شي

لویه جرگهپه ننګرهار كې قومي مشرانو او د ولسي جرګې غړو د بيړنې لويې جرګې د جوړيدو غوښتنه وكړه. دغو قومي مشرانو پر ولسشمر  محمد اشرف غني غږ کړی چې د سولې په اړه د پاکستان پرژمنو باور ونه کړي او سر له اوسه د وسله والو د ځپلو چارې ګړندۍ كړي.

دوى وايي پاكستان تل افغان چارواكو ته د ژمنو په وركولو سره تير افغان دولت تير ايستلى او طالبانو ته يې د سمبالتيا او پياوړتيا زمينه برابره كړې ده.

هغوى چې په جلال آباد كې په يوه غونډه كې راټول شوي وو حكومت د خلكو د امنيت په ساتنه كې ناكام وباله او خبردارى يې وركړ چې كه په ننګرهار كې د داعش مخه ونه نيول شي نو ډير ژر به د ارګ دروازو ته ورسيږي.

د ولسي جرګې غړى  فريدون مومند چې د ډيورنډ كرښې ته نيژدې د خلكو يوځواكمن وكيل دى وايي نا امنى او وسله وال بهرنيانو جوړې كړي، دوى يې تغذيه كوي او پروګرامونه وركوي خو افغانان په كې وژل كيږي. هغه وويل (له امريكا سره بايد امنيتي تړون لغوه او د چارو د سمون په موخه دې بيړنۍ لويه جرګه را وبلل شي.)

دوى وايي د حكومت مشرانو له خپل وس لوړې ژمنې له خلكو سره كړې، خو اوس په كې پاتې راغلي دي. د ننګرهار قومي مشر محمد امان خيري چې د دې غونډې بل وينا وال و وايي په بهرنيو استخباراتو سربيره ځينې كورني چارواكي هم د نا امنيو له پاره زمينه برابره كړې ده.

د دوى دا څرګندونې ښايي د ولسي جرګې لومړى مرستيال ظاهر قدير وي چې په دې وروستيو كې يې له داعش سره د مقابله په نامه يوه شخصي وسله واله ډله جوړه كړې چې د ننګرهار محلي چارواكي يې كړنې شكمنې ګڼي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.