ننګرهاریان د ملا صبور د محاکمې غوښتونکي شول

ننګرهارپه ننګرهار کې سلګونه کسانو او د ولایتي شورا غړو د غازي  امان الله خان په اړه د ملا عبدالصبور د څرګندونو په غبرګون کې لاریون وکړ. په دې لاریون کې  مدنی فعالانو، فرهنګیانو، د ولایتی شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

لاریونوالو د جمعیت اصلاح د یوه افراطي غړي ملا صبور هغه څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې چې غازي امان الله خان یې بې دینه بللی و. لاریون کوونکي وایی ملا صبور د بهرنیو ګوډاګې دی او د خپلو بادارانو د خوښ ساتلو په موخه د افغانستان په تاریخي نومیالیو پسې ناسم تبلیغات کوي.

ننګرهار

لاریون کوونکو له حکومت وغوښتل چې ملا صبور له دې امله محاکمه کړي. دوی خبرداری ورکړی چې که حکومت په یوه اونې کې دا کار ونه کړي نو خلک به به خپله په دې اړه اقدام وکړي.

لاریون کوونکو د غازي امان الله خان پرمزار دګلوګډۍ کېښودې او د ملی شورا له غړو یې وغوښتل چې په دې اړه خپل مسولیت ادا کړي. د ملا صبور دا څرګندونې مخکې هم غندل شوې، خو دا لومړی ځل دی چې په غبرګون کې یې لاریون کیژي.

داچې حکومت به په دې اړه څه اقدام کوي تراوسه یې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.