ننګرهار د داعش په سيمه ييز مركز بدليږي

د ننګرهار تر اچين وروسته اوس داعش غواړي  چپرهار هم له وسله والو طالبانو او حكومت ونيسي. د ننګرهار محلي چارواكي  وايي تراوسه په دې نښتو کې يوولس طالبان او څّور داعشيان وژل شوي دي. دوى وايي  په نښتو کې  دوه ملکي وګړي او ۳۶   وسله وال ټپیان شوي هم دي.

داعشیان

كه څه هم د ننګرهار چارواكي وايي چې د چپریهارولسوالۍ هغوسیموته چې د دوى تر كنترول لاندې دي نور ځواكونه ليږل شوي ، خو پوښتنه داده چې له مياشتو مياشتو را په دېيخوا داعش جنګيالي  ولې  د ماتې پرځاى لا پياوړي شوي دي.

رپوټونه وايي چې داعش اوس چپرهار ولسوالې هم له ګواښ سره مخ كړې او غواړي د دې ولسوالې په نيولو سره خپله امنيتي ساحه پراخه او په دې سيمه كې خپل مركز خوندي كړي.

كه څه هم تر دې وړاندې دا انديښنه موجوده وه چې د يو شمير حكومتي چارواكو د وظيفوي غفلت او له وسله والو سره د ځينو چارواكو خواخوږي به دا ولايت د داعش په سيمه ييز مركز بدل كړي، خواوس نړيوال هم دې پايلې ته رسيدلي دي .

په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان وايي داعش غواړي ننګرهار په سيمه كې د خپل مركز په توګه وټاكي چې ډير بهرني وسله وال چې له سوريې او عراق څخه ننګرهار ته راغلي له داعش سره يوځاى شوي دي .

جان كمپل وايي دوى غواړي په سوريه او عراق كې له خپلو ملاتړو سره مستقيم اړيكي ټينګې كړي. تر دې وړاندې هم د ملي اردو چارواكو ويلي وو چې په اچين ولسوالې كې يې د داعش يو انترنيتي مركز له منځه وړى چې غوښتل يې په عربي هيوادونو كې له خپلو ملګرو سره اړيكي وپالي او له دوى لارښوونې ترلاسه كړې.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت هم كنګرې ته په خپل رپوټ كې ويلي چې د ۲۰۱۵ كال په دوهمه نيمايي كې د افغانستان وضعيت خراب شوى دى.

 

پنتاګون وايي وسله وال پياوړي شوي او د ملي اردو مرګ ژوبله لوړه شوې ده .

داعش او طالبداعش له څو مياشتو را په دېخوا په افغانستان كې هڅه كوله چې يو داسې ځاي ومومي چې د ځان له پاره په افغانستان كې د رهبرۍ يو مركز جوړ كړي . داعش څو مياشتې وړاندې  په هلمند كې  عبدالروف خادم د خراسان له پاره د خپل استازي په توګه  وټاكه، خو په دغه ولايت كې د يوه بې پيلوټه الوتكې په بريد كې د  هغه په وژل كيدو سره د دوى دا هيله پوره نه شوه، د ملا خادم تر وژلو وروسته د نوموړي وراره د داعش د مسول په توګه وټاكل شو، د دغه ولايت د سنګين ولسوالې په ملازوى كلي كې د ملي اردو په عملياتو كې د  حافظ واحدي په وژلو سره د دوى پلانونه له ماتې سره مخ شول. په دې عملياتو كې د هغه نهه نور ملګري هم ووژل شول.

ملا عبدالرووف چې پخوا د ګوانتانامو په زندان كې بندي وو، له زندانه د خوشې كېدا وروسته په كوټه كې د طالبانو په شورا كې فعاليت كولو چې وروسته يې بيا په افغانستان كې د داعش مشري پر غاړه واخيسته.

داعش د خپل دې پلان له پاره زابل هم غوره كړ په دې ولايت كې يې د هزاره ګانو په تښتولو سره څو فعاليتونه وكړل خو هلته هم د طالبانو د خپل منځي شخړې او په دې وروستيو كې د ملا اختر محمد منصور له طالبانو سره د مخامختيا له امله له ماتې سره مخ شول، خو په ننګرهار كې بيا له ډيرې مودې را په ديخوا د داعش پلانونه ښه پرمخ ځي .  د ننګرهار خلكو ډير ځلې په دولت نيوكه كړې چې په دغه ولايت كې يې د داعش پروړاندې جدي عمليات نه دي كړي او داعش نه  يوازې ځپل شوي نه دي بلكې لا پياوړي شوي دي.

د اروپايي اتحادیې اندېښنه: داعش په افغانستان کې پیاوړی کېږيپه ننګرهار كې امنيتي ادارې وخت ناوخته د داعشيانو د نيولو او ځپلو ادعاوې كړې، خو لاهم دا ډله د پرمختګ په حال كې ده.  يوه ورځ وړاندې هغه پيسې هم نيول شوې چې داعش غوښتل په چپرهار ولسوالې كې هلته چې د دوى او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده خپلو ځواكونو ته ورسوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى منلې داكسان د ملي اردو له خوا د تورخم – جلال آباد په لاره د غني خيلو په سيمه كې نيول شوي چې وروسته يې د معلوماتو پربنسټ اوه نور پاكستانيان هم په دې سيمه كې نيول شوي دي.

خودا پوښتنه اوس هم پرځاى پاتې ده چې دولت ولې د داعش پرضد غوڅ اقدام نه كوي . ولسمشر محمد ا شرف غني پاكستان ته د خپل سفر په ترڅ كې وويل چې د پاكستاني طالبانو پرضد يې تراوسه څلويښت عمليات كړي ، هغه ډله چې اوس د افغان دولت پروړاندې  ګواښ نه دى ، خو د داعش پرضد چې يو سيمه ييز ګواښ دى ولې اقدام نه كيږي.

له دې ښكاري چې داعش توانيدلى چې په ننګرهار كې خپلې پښې ټينګې كړي داچې وروسته به څه كيږي له شك پرته دا سيمه به په سيمه ييزه كچه د دوى د رهبري مركز ګرځي او له دې لارې به د روسيې او په سيمه كې نورو هيوادونو پروړاندې خپل پلانونه تعقيبوي.

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.