د ملي امنیت صفر دوه قطعې تېره شپه د ننګرهار اچین ولسوالۍ په شلخي کلي کې د داعش د استخباراتو مسوول صدیق یار اورکزی له ۲۰ نورو ملګرو سره وژلی دی
د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ۴ ستر مرکزونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي
داعش ډلې په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو لخوا سخت ګوزارونه لیدلي دي او ګڼ غړي يې وژل شوي دي
ویل کېږي ننګرهار کې اوس د داعش ډلې فعالیت د پام وړ کم شوی دی چې لامل یې هم پر دې ډلې د افغان سرتېرو ځمکني او هوايي بریدونه دي
Leave a Reply